مجاهد: افغانستان د پاکستاني طالبانو پناه ځای نه دی؛ د پاکستان بریدونو ته به غبرګون وښیو

ذبیحالله مجاهد، د طالبانو د حکومت ویاند، د اسلاماباد هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) غړي په افغانستان کې شته او فعالیت کوي. نوموړي وویل افغانستان د دې ډلې مرکز نه دی. هغه د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې، چې د ننګرهار او پکتیکا په ځینو برخو کې ترسره شوي، خبرداری ورکړ چې دا عمل «بې ځوابه نه پاتې کېږي.»
مجاهد د پاکستان ځینې پوځي کړۍ تورن کړې چې د ټيټيپي ضد جګړې په پلمه ملکي سیمې په نښه کوي. د هغه په وینا، د طالبانو اداره دا بریدونه «جنایت» بولي او د هغو پر وړاندې به چوپ پاتې نه شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دې پېښو په وړاندې غبرګون «حتماً» ورکول کېږي، که څه هم د احتمالي اقدام په اړه یې جزییات ونه ویل.
له بلې خوا، د پاکستان حکومت ویلي چې د شنبې په ورځ د حوت په دویمه نېټه هوايي بریدونو کې یې د ټيټيپي او د خراسان څانګې اړوند د اسلامي دولت (داعش) ډلې اووه کمپونه او پټې ځالې په نښه کړي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، دغه ډلې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان دننه د بریدونو د طرحې او ترسره کولو لپاره استفاده کوي.
اسلاماباد همدارنګه ادعا کوي چې ټيټيپي د طالبانو د حکومت په ملاتړ فعالیت کوي او د دې ډلې د مهارولو لپاره جدي ګامونه نه دي اخیستل شوي. د طالبانو اداره تل دا تورونه رد کړي، خو د سرحدي ترینګلتیاوو زیاتوالی او د متقابلو بریدونو دوام د دیورند دواړو غاړو اوسېدونکي اندېښمن کړي او د سیمې د لا زیاتو بېثباتیو وېره یې ډېره کړې ده.




