یونیسف: ۲۷۰ زره افغان ماشومان د سخت ژمي له ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د ژمي د دوام له امله یې په دایکندي ولایت کې د بېوسه ماشومانو او کورنیو لپاره د ژمنیو مرستو په لړ کې ګرم کالي او نور توکي وویشل.
دغه اداره د سهشنبې په ورځ، د حوت په پنځمه، په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې سختې یخنۍ د افغانستان د ډېرو ماشومانو لپاره ژمی له ستونزمن فصل څخه په بقا بدل کړی.
د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، د یونیسف کارکوونکو د خپلو اجرایي شریکانو په همغږۍ، په دایکندي ولایت کې د زیانمنونکو سیمو محتاجو کورنیو ته ګرم کالي او نور اړین ژمنیز توکي وویشل.
یونیسف له دې وړاندې او د روان ژمي په پیل کې خبرداری ورکړی و چې د کورنیو د بیځایه کېدو د دوام او د هوا د درجې د صفر لاندې لوېدو له امله، شاوخوا ۲۷۰ زره ماشومان په هېواد کې د سختې او ګواښوونکې یخنۍ له ګواښ سره مخامخ دي، یوه داسې ستونزه چې د ژر بشري مرستو اړتیا روښانه کوي.




