د ايران ولسي جرګه د مهاجرت د ملي ادارې د لايحې ارزونه روانه ساتي

د ايران د ولسي جرګې استازو ويلي چې د “د مهاجرت د ملي ادارې” د لايحې وروستۍ ارزونه به په راتلونکو يو نيم مياشتو کې بشپړه شي. دا لايحه د دې ادارې د جوړښت، دندې او واکونو تنظيم ته چمتو شوې، څو د ايران اوسېدونکو مهاجرو او بهرنيو وګړو چارو ته ښه مديريت ورکړل شي.
محمد سراج، چې د دې لايحې د ارزونې ګډې کمېسيون غړی دی، وويل چې د لايحې ارزونه د ولسي جرګې له عمومي تالار څخه ګډې کمېسيون ته سپارل شوې، دا کمېسيون له پنځو تخصصي کمېسيونونو څخه جوړ دی. نوموړي زياته کړه، تر دې دمه درې ناستې ترسره شوې دي او د لايحې اووه مادې ارزول شوي دي.
د دې لايحې له مخې، د مهاجرو د استوګنې ځای ټاکل، د لومړنيو اړتياوو پېژندنه (په ځانګړي ډول د افغان مهاجرو لپاره)، د هغوی د استوګنې ډول، او د پناه غوښتونکو تنظيم به د مهاجرت د ملي ادارې لهخوا تر قانوني چوکاټ لاندې راشي. دغه نوی بنسټ به د مهاجرو پر وړاندې د اجرايوي ادارو ترمنځ د همغږۍ مسؤول وي.
سراج ټینګار وکړ چې دا لايحه د تابعيت په مسئله پورې تړاو نه لري، بلکې هدف یې دا دی چې د بېلابېلو ادارو ترمنځ نظم رامنځته کړي او د هغوی دندې روښانه کړي. د نوموړي په وينا، د ولسي جرګې د استازو ټولې وړانديزونه او د څېړنيزو بنسټونو لکه د جرګې د څېړنو مرکز او اسلامي تحقیقاتو مرکز نظريات په لايحه کې ځای شوي دي.
دا لايحه داسې مهال تعقيبيږي چې يو شمېر افغان مهاجرين په ايران کې د استوګنې، روغتيايي خدمتونو، تعليم او کار ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ دي. سره له دې چې د ايران چارواکي د اداري تنظيم او نظم پر تاکيد کوي، خو لاهم دا پوښتنې بې ځوابه پاتې دي چې د مهاجرو بشري حقونه او د ژوندانه وضعيت څنګه تضمينېږي.
د طالبانو حکومت، چې د مهاجرو د برخليک په اړه مستقيم رول نه لري، تر اوسه د دې بهير په اړه کوم ځانګړی نظر نه دی شريک کړی، خو افغان مهاجرين د ايران په خاوره کې د اغېزناکې ديپلوماتيکې ملاتړ نشتون ته ګوته نيسي.




