د نړیوال خوراکي پروګرام خبرداری: د رمضان پر مهال میلیونونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخ دي

د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) ویلي، هممهاله د رمضان میاشتې له رسېدو سره، میلیونونه تنه په افغانستان کې له لوږې سره لاس او ګرېوان دي او ۱۷ میلیونه تنه بېړنیو ژغورونکو مرستو ته اړتیا لري. دغه بنسټ د سهشنبې په ورځ (د حوت ۵مه) ټینګار وکړ چې له خپلو شریکانو سره په ګډه هڅه کوي د زیانمنو کورنیو لپاره اړین خوراکي توکي برابر کړي.
یاد سازمان ویلي، په داسې هېواد کې چې میلیونونه اوسېدونکي یې له شدیده لوږې سره مخ دي، د رمضان میاشت ـ چې د تفکر او بخښنې وخت ګڼل کېږي ـ د اړمنو کورنیو پر اوږو لا ډېره فشار راوړي. د راپور له مخې، د هېواد ډېری خلک د کلونو اقتصادي بحران، پرلهپسې وچکالۍ او د لومړنیو خدماتو محدود لاسرسي وروسته، له باور وړ عاید پرته دې میاشتې ته داخل شوي دي.
د نړیوال خوراکي پروګرام په وینا، ماشومان، حامله ښځې او شیدې ورکوونکې میندې، چې له تر ټولو زیانمنو ډلو شمېرل کېږي، ځانګړې او مغذي خوړو ته ځانګړې مرسته ترلاسه کوي. خو دغه اداره خبرداری ورکړی، چې د بودیجې کمښت د دغو مرستو دوام له جدي خطر سره مخ کړی او د میلیونونو کسانو ژوند ګواښي.
سربېره پر دې، د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم خبرداری ورکړی چې ۱۷ میلیونه تنه په افغانستان کې بېړنیو او ژغورونکو مرستو ته اړتیا لري. دا وضعیت په داسې حال کې دوام لري چې د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او د ډېرو کورنیو د پېرلو توان کم شوی دی.
اقتصادي بحران او د کار او اقتصادي فعالیتونو پراخه محدودیتونه، په ځانګړي ډول د طالبانو لهخوا د ښځو پر کار بندیزونه، هغه عوامل بلل کېږي چې د کورنیو اقتصادي حالت یې لا پسې خراب کړی دی. د دغې وضعې دوام د روانو میاشتو لپاره د فقر او لوږې د زیاتېدو اندېښنې ډېرې کړې دي.




