په بدخشان کې د بهارک ولسوالۍ د برېښنا شبکې د بیا رغونې پروژه پرانستل شوه

د بدخشان سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې د بهارک ولسوالۍ د برېښنا شبکې د نوي کولو او اصلاح پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده؛ یوه پروژه چې د دوی په وینا د برېښنا د ضایعاتو د کمولو او د توزیع د کیفیت د ښهوالي په موخه عملي شوې ده.
حکمتالله آخندزاده، د بدخشان د برشنا رئیس، وویل چې دا پروژه د برشنا شرکت د بودجې له ۵۱ میلیونه او ۵۲۶ زره او ۲۳۶ افغانیو په لګښت پلې شوې ده. د هغه په وینا، د دې طرحې له مخې د ولتاژ سیستم له ۱۰ کیلوولټه ۲۰ کیلوولټه ته لوړ شوی او درې زره دودیز مېترونه د هوښیار مېترونو په وسیله بدل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د پنځو کوچنیو او لويې توزیعي ټرانسفارمرونو نصب او فعالول، د ۳.۸ کیلومتره ۲۰ کیلوولټه شبکې جوړول، د ۶۱۰ مېتر بکسونو نصب او د ۱۹.۲۵ کیلومتره ۰.۴ کیلوولټه شبکې جوړول هم د دې پروژې برخه ده.
دغه پروژه په داسې حال کې پرانستل کېږي چې بدخشان د پام وړ اوبو له سرچینو سره سره هر کال د ژمي په موسم کې د دوامدارو برېښنا پرې کېدو شاهد دی. د دې ولایت اوسېدونکي هیله لري چې د طالبانو اداره او اړوندې ادارې به د برېښنا د کمښت د له منځه وړلو او د پرلهپسې بندېدو د مخنیوي لپاره دایمي او اغېزمن پروګرامونه پلي کړي.




