د پنجاب پولیسو له خوا د یو شمېر افغان محصلانو نیول

یو شمېر افغان محصلان په پاکستان کې وايي چې د پنجاب ایالت پولیسو د دوی لیلیو ته ننوتي او څو تنه یې له ځان سره بیولي دي. د دغو محصلانو په وینا، پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې د دوی د ازموینو موسم رارسېدلی او هر ډول ځنډ کولای شي د دوی په تعلیمي بهیر کې یو کلن ځنډ رامنځته کړي.
دغه محصلان چې د پنجاب په قائداعظم طبي پوهنتون کې زدهکړې کوي، رسنیو ته ویلي چې نیونې له مخکې له هر ډول وضاحت پرته ترسره شوي دي. هغوی ټینګار کړی چې د وضعیت دوام د دوی د زدهکړو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د محصلانو په خبره، دا لومړی ځل نه دی چې دوی له داسې چلند سره مخ کېږي. هغوی مخکې هم موضوع د افغانستان له سفارت سره په اسلاماباد کې شریکه کړې وه.
ځینې محصلان زیاتوي چې د خپلو ویزو د تمدید لپاره یې اړوندو ادارو ته اسناد سپارلي، خو تر اوسه یې هېڅ ځواب نه دی تر لاسه کړی. د افغانستان سفارت په پاکستان کې تر اوسه د دې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.




