پاکستان: له ۲۵۰۰ زيات د ازبکستان وسلوال مخالفين په افغانستان کې مېشت دي

د پاکستان د افغانستان لپاره ځانګړي استازي محمد صادق ويلي، له دوو زرو او پنځوسو زيات هغه وسلوال کسان چې د ازبکستان د حکومت مخالفين دي، د افغانستان په خاوره کې مېشت دي. د ده په وينا، دا کسان د پاکستاني طالبانو (TTP) وروسته په افغانستان کې د تر ټولو سترې بهرنۍ وسلوالې ډلې په توګه پېژندل کېږي.
محمد صادق د سهشنبې په ورځ، د حوت په پنځمه، په خپله د «ايکس» په پاڼه ليکلي چې دا موضوع يې د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت اورګاشيف سره د خبرو پر مهال شريکه کړې ده. د ده په خبره، دواړو لورو د ترهګريزو ډلو د شتون او له هغې سره تړلو ګواښونو په اړه، چې ګاونډيو هېوادونو ته متوجه دي، هم بحث کړی دی.
د پاکستان ځانګړي استازي د دغو وسلوالو د دقيق ځای او د فعاليت څرنګوالي په اړه نور جزئيات نه دي وړاندې کړي، خو د ده دا څرګندونې په ښکاره ډول د اسلاماباد او تاشکند د زياتېدونکو اندېښنو څرګندونه کوي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان له امنيتي وضعيت سره تړاو لري.
دا لومړی ځل دی چې يو پاکستاني چارواکی په رسمي او علني ډول د ازبکستان د وسلوالو مخالفينو د شمېر په اړه څرګندونې کوي. د ده دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې پاکستان په دې وروستيو کې د ننګرهار، پکتیکا او خوست پر ځينو سيمو هوايي بريدونه ترسره کړي دي.
له دې سره، چې د طالبانو د ادارې له جوړېدو څو کاله تېر شوي، د سيمې هېوادونه څو ځلې د افغانستان دننه د پولو هاخوا د وسلوالو ډلو د شتون او فعاليت په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي – يو حالت چې لا هم د افغانستان او د هغې د ګاونډيانو ترمنځ د امنيتي اړيکو له مهمو ننګونو څخه شمېرل کېږي.




