په غور کې د ۸۶ میلیونه افغانیو هوایي ډګر د رغونې پروژه پیل شوه

د غور ولایت چارواکي وایي چې د سلطان غیاثالدین غوري هوایي ډګر د بیارغونې پروژه، چې ۸۶ میلیونه افغانۍ ارزښت لري، رسماً پیل شوې ده. دا پروژه د اړوند وزارت د انکشافي بودجې له لارې تمویلېږي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د الوتنې د خط ۸۲۰ متره اوږده او ۳۰ متره پراخه برخه بیارغول کېږي. همدارنګه د ریمپ، ټکسيوې او د اوبو د ایستلو کانالونو جوړول هم د کار د پلان برخه ده.
د سلطان غیاثالدین هوایي ډګر د غور ولایت له مهمو ترانسپورتي مرکزونو شمېرل کېږي. غور یو له غرنیو او لږ پرمختللو ولایتونو څخه دی، او د ترانسپورتي زیربناوو پیاوړتیا به د خلکو په تګ راتګ او د خدماتو په ترلاسه کولو کې اغېزمنه تمامه شي.
په همدې حال کې، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو تل د انکشافي بودجو د لګښت د شفافیت او د پروژو پر وخت بشپړېدو ټینګار کړی دی؛ دې مسئلې ته تمه ده چې د طالبانو اداره په دې پروژه کې جدي پاملرنه وکړي.




