د طالبانو حکومت: د تاپي د پروژې کار به تر ۲۰۲۶ کال پورې بشپړ شي

د طالبانو د معادن او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د تاپي د ګازو د لېږد پروژې عملي چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر اوسه د پروژې د مسیر ۹۷ کیلومتره برخه هواره شوې ده. وزارت زیاتوي چې هڅې روانې دي څو د پروژې د لومړۍ مرحلې کارونه تر ۲۰۲۶ میلادي کال تر پایه بشپړ شي.
په همدې مهال، د ترکمنستان پخواني ولسمشر قربانقلي برديمحمدوف یوې عربي رسنۍ ته ویلي چې د تاپي پروژې د لومړۍ برخې بشپړول د ترکمنستان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او ټاکل شوې دا برخه د روان میلادي کال تر پایه بشپړه شي.
د تاپي پروژه، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالوي، د سیمې له سترو انرژۍ پروژو څخه شمېرل کېږي. د دغې پروژې بشپړ تطبیق به د سیمې پر اقتصادي وده او د کار موندنې پر فرصتونو په افغانستان کې مثبت اغېز ولري.
سره له دې چې د طالبانو اداره د کار پر پرمختګ ټینګار کوي، خو د عملي پرمختګ، مالي سرچینو او تخنیکي ستونزو په اړه دقیق جزئیات په شفاف ډول نه دي څرګند شوي. اقتصادي څېړونکي تل پر دې ټینګار کوي چې د دغه ډول سترې پروژې د بریا لپاره شفافیت، د مسیر امنیت او مسلکي مدیریت اړین دي، څو د دې پروژې ګټې په رښتینې توګه د هېواد خلکو ته ورسېږي.




