مهم خبرونهنړیوال

د پاکستان پخواني استازي: زموږ د طالبانو په اړه محاسبه تېروتنه وه

آصف دراني، د پاکستان پخواني ځانګړي استازي د افغانستان په چارو کې، ويلي چې اسلام‌اباد د طالبانو سره د اړيکو په اړه په خپلو محاسبو کې تېروتنه کړې او د دواړو هېوادونو په پوله د ناامنيو د زياتېدو له امله پاکستان د پوځي غبرګون په ‘ناگزير’ حالت کې قرار لري. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د پاکستان هوايي ځواک د يکشنبې پر شپه د ننگرهار او پکتیکا په ځینو سرحدي سيمو پراخ هوايي بريدونه ترسره کړي دي.

دراني وويل، يوازې د دې ميلادي مياشتې په ترڅ کې په پاکستان کې څلور لويې حملې شوې چې له امله يې ۶۰ تنه وژل شوي دي. هغه ادعا وکړه چې د طالبانو اداره د ‘تحريک طالبان پاکستان’ د مهار لپاره اراده نه ده ښودلې او دا وضعيت پر اسلام‌اباد فشارونه زيات کړي دي.

دغه پخواني پاکستاني ديپلومات همداراز ادعا وکړه چې د تحريک طالبان پاکستان په جوړښت کې هغه کسان فعاله ونډه لري چې له افغان طالبانو سره تړاو لري. نوموړي د هېواد د ځینو امنيتي چارواکو له دوديزو نظرونو نيوکه وکړه او زياته يې کړه: ‘دا تصور چې طالبان د پاکستان دوستان دي، يوه تېروتنه وه.’

دراني د دواړو لورو د تاوتريخجنې تېرې اړيکې په يادولو سره وويل چې د طالبانو يو شمېر رهبران، په شمول د ملا برادر، کلونه په پاکستاني زندانونو کې بنديان وو او آن د طالبانو د اوسني ادارې سفير په اسلام‌اباد کې درې ځله بندي شوی و؛ هغه زياته کړه چې دا موضوع ښيي د دواړو خواوو اړيکې تل پېچلې او پر بې‌باورۍ ولاړې وې.

هغه د استانبول او دوحې پخوانيو مذاکراتو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې په دغو خبرو کې طالبانو د تحريک طالبان پاکستان د ستونزې په اړه روښانه ځواب نه و ورکړی، او د ده په وينا، د دغو مذاکراتو له څلور مياشتو وروسته په پاکستان کې بريدونه زيات شول.

دراني د افغانستان اوسېدونکو ته په خطاب کې وويل، له طالبانو دې وپوښتي چې ولې د تحريک طالبان پاکستان غړو ته پناه ورکوي. دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو اداره هميشه د افغانستان د خاوري له کارېدو څخه د نورو هېوادونو پر ضد انکار کړی، خو د دوامدارو بريدونو او پوله‌يزو تاوتريخوالو له امله پر دې ادارې امنيتي نيوکې زياتې شوې دي.

د پاکستان پخواني استازي د خپلو خبرو په بله برخه کې د طالبانو او هند د اړيکو د پراخېدو په اړه وويل، دا اړيکې د متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړې دي او تر هغه چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د امنيتي ګواښ کار نه کېږي، دا اړيکې ستونزه نه جوړوي. هغه همدارنګه خبرداری ورکړ چې طالبان پرته له ښې ګاونډۍ اړيکو خپل سياسي شتون نه شي ساتلی، او هر ډول دوامدار تاوتريخوالی د کابل او اسلام‌اباد تر منځ د دواړو هېوادونو پر زيان دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button