په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ميليونه افغانان هېواد ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې د دې ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ لمريز کال کې ټول ټال ۲.۹ ميليونه د افغانستان اتباع د ګاونډيو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، له دې جملې څخه ۱.۹ ميليونه کسان له ايران او يو ميليون نور له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. دا شمېرې د وروستيو کلونو له تر ټولو پراخو ستنېدونکو څپو څخه يوه بلل شوې ده.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، تر ټولو زيات ستنېدنې د هرات ولايت د اسلامقلعه او د ننګرهار ولايت د تورخم د پولو له لارې ثبت شوې دي؛ هغه دوه لارې چې تل د افغان کډوالو د تګ راتګ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.
د کډوالو ستره ستنېدنه په داسې حال کې روانه ده چې ډېری بېرتهستنېدونکي له اقتصادي ستونزو، د کار د موقعو له کموالي او په هېواد کې د بنسټيزو خدمتونو د محدود لاسرسي سره مخ دي. د مرستندویو بنسټونو په تکرار ټینګار کړی چې د بېرتهستنېدونکو د دايمي ادغام لپاره، د طالبانو واکمنې ادارې او نړيوالې ټولنې له لوري د کار، استوګنځي، روغتيايي او تعليمي خدمتونو برابرول يوه عاجله اړتیا ده.




