امنیت او پېښېمهم خبرونه
په آلمان کې یو افغان سړی د چړې له برید وروسته ونیول شو

د آلمان رسنیو راپور ورکړی چې یو ۳۵ کلن افغان سړی د وورزبورګ په ښار کې د چړې په وسیله پر درې کسانو برید کړی او هغوی یې ټپیان کړي دي. د آلمان فدرالي پولیسو اعلان کړی چې برید کوونکی نیول شوی دی.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې د دې پېښې قربانیان درې سړي وو چې عمرونه یې ۶۸، ۵۵ او ۵۱ کاله دي. د امنیتي چارواکو په وینا، درې واړه کسانو سطحي ټپونه اخیستي دي.
پولیسو تایید کړې چې ټپیان د بېړنۍ روغتیايي خدمتونو له لوري د پېښې په ځای کې تداوي شوي دي. تر اوسه د برید د احتمالي انګیزې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
د وورزبورګ ښار د آلمان د بایرن په ایالت کې موقعیت لري، او دغه پیښه یو ځل بیا د دې هېواد د ښاري سیمو د امنیت موضوع د خلکو پام ته رااړولې ده.




