ریچارد بنت د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکی د افغانستان لپاره، ریچارد بنت، په وروستیو کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د ماشومانو او نورو ملکي کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې بشپړه زغم او خویشتنداري وکړي.
بنت ټینګار کړی چې د ملکي وګړو ساتنه باید لومړیتوب ولري او هېڅ ډول پوځي اقدام باید د عامو خلکو ژوند له خطر سره مخ نه کړي. د ده په وینا، ټول لوري مکلف دي چې نړیوال قوانین او ژمنې مراعت کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په ځانګړې توګه د نړیوالو بشردوستانه اصولو د رعایت اهمیت ته اشاره کړې او غوښتنه یې کړې چې د دې ډول پېښو له تکرار څخه باید مخنیوی وشي. هغه له ټولو لوریو غوښتي چې له هغو کړنو ډډه وکړي چې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو لامل ګرځي.




