مهم خبرونهنړیوال

ګوټریش: د نړۍ پر بشري حقونو بشپړ برید روان دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش خبرداری ورکړی چې د نړۍ بشري حقونه د «بشپړ برید» سره مخ دي او دا لړۍ په قصدي او ستراتيژيکه توګه پر مخ وړل کېږي. هغه دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ، د حوت په څلورمه، د ژنیو په ښار کې د بشري حقونو د شورا د یو شپېتمې ناستې په پیل کې وکړې او ویې ویل چې دا بریدونه څرګند دي او ډېر ځله له هغو کسانو خوا کېږي چې تر ټولو زیات واک لري.

ګوټریش ټینګار وکړ چې د بشري حقونو شاتګ په ډېرو برخو کې حتا د افتخار احساس سره ترسره کېږي. د هغه په وینا، د دغو ارزښتونو کمزوري کول پراخې پایلې لري او که د بشري حقونو بنسټونه نسکور شي، نو سوله، پرمختګ، ټولنیز یووالی، عامه باور او همبستګي به هم زیانمنه شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د بشري حقونو د شورا د میکانېزمونو لکه ځانګړي راپور ورکونکي، د څېړنې میکانېزمونه او نړیوال دوره‌يي ارزونې رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې په اوسنیو حالاتو کې باید جیوپولیټیکي تعاملات د بشري حقونو د پیاوړتیا په خدمت کې وي، نه د هغې د کمزوري کولو.

هغه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې روانو شخړو ته په اشارې سره وویل چې د انسانانو پراخ رنځونه په ځینو مواردو کې توجیه کېږي او انسانان د معاملې د وسیلې په توګه کارول کېږي. د هغه په وینا، نړیوال قانون کله ناکله د خنډ په توګه ګڼل کېږي، خو د شخړو زیاتوالی او د معافیت پراخېدل وضعیت لا پسې پېچلی کړی دی.

ګوټریش څرګنده کړه چې اوسنی بحران د پوهې یا وسایلو د کمښت له امله نه دی، بلکې د سیاسي انتخابونو پایله ده. هغه زیاته کړه چې له بشري حقونو سترګې پټول یوازې یو جلا بحران نه دی، بلکې د نورو نړیوالو درزونو ژورتیا هم زیاته وي او تر ټولو زیانمن خلک لا ډېر څنډې ته تلي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي یادونه وکړه چې بشري حقونه یوازې د سوکالۍ د وختونو لپاره نه دي، بلکې یوه تلپاتې ژمنه ده چې باید آن په سختو او پر لګښتو حالاتو کې هم دفاع ترې وشي. هغه له هېوادونو وغوښتل چې اجازه ورنه کړي بشري حقونه د سیاسي مصلحتونو او جیوپولیټيکي سیالیو قرباني شي.

هغه په پای کې وویل، د بشري حقونو درناوی د خلکو د ازاد ژوند، د عادلانه اقتصادي ودې او د دوامدارې سولې او ثبات لپاره زمینه برابروي. ګوټریش د بشري حقونو د ادارو د پیاوړتیا او د ګډو انساني بنسټونو د ساتنې لپاره د عاجلو اقداماتو غوښتنه وکړه.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button