روغتيامهم خبرونه

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت د ملي ستراتيژۍ مسوده وړاندې کړه

د طالبانو د حکومت د عامې روغتيا وزارت ويلي چې د عامې روغتيا د ملي ستراتيژۍ مسوده د نوري جلال جلالي په مشرۍ د يوې ناستې پر مهال د دې وزارت د مرستيالانو او تخنيکي مسئولينو په حضور کې وړاندې او تشريح شوې ده. د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه سند به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د روغتيا برخې د فعاليتونو چوکاټ وټاکي.

د خپرو شوو معلوماتو پر بنسټ، په دې ناسته کې د ستراتيژۍ تخنيکي جزئيات تشريح شول او ګډونوالو خپل نظرونه او وړانديزونه د دې سند د لا بشپړېدو او غنا لپاره وړاندې کړل. ويل شوي چې د دې ستراتيژۍ تطبيقي او عملياتي پلان به هم په نږدې راتلونکې کې ترتيب شي.

د عامې روغتيا وزير په دې ناسته کې د ملي روغتيا ستراتيژۍ جوړول د هېواد د روغتيايي چارو د تنظيم لپاره يو بنسټيز ضرورت بللی او ټينګار يې کړی چې دا سند کولای شي د روغتيا مسئولينو لپاره يو روښانه لارښود ووسي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان روغتيايي نظام په وروستيو کلونو کې له پراخو ستونزو سره مخ دی، چې پکې د امکاناتو کمښت، د نړيوالو مرستو راکمول او په ځينو لرو پرتو سيمو کې د لاسرسي محدوديتونه شامل دي. که څه هم د طالبانو اداره د معياري خدمتونو پر وړاندې کولو او د روغتيايي خدمتونو پر پراخولو ټينګار کوي، خو د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې خلک لا هم د درملنې له مرکزونو او اړينو امکاناتو د کموالي له امله شکايت کوي؛ موضوع چې د يادې ستراتيژۍ د عملي کېدو پر وړاندې جدي ازموينه رامنځته کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button