طالبان: د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې به د پاکستان پوځ هدف وګرځوو

ذبیحالله مجاهد، د طالبانو د ادارې ویاند، ویلي چې د پاکستان د وروستیو بریدونو په ځواب کې به د دې ادارې ځواکونه د پاکستاني پوځیانو پر ضد اقدام وکړي. د هغه په وينا، په دغو بريدونو کې ملکي خلک، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.
مجاهد د طلوع نیوز سره په مرکه کې وويل، سره له دې چې د ده په وينا د پاکستان پوځ د ملکي سيمو هدف ګرځولی، خو د طالبانو اداره نه غواړي ملکي وګړي په نښه کړي او تمرکز به يې يوازې د پاکستان پر پوځیانو وي. هغه زياته کړه چې پاکستان ياد بریدونه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د مرکزونو د هدف ګرځولو په پلمه کړي، خو د ده په وينا قربانيان يې ملکي خلک دي.
د طالبانو د ادارې ویاند دغه راز ادعا وکړه چې په پاکستان کې “يو ځانګړی کړۍ” د “ابرقدرتونو” په لارښوونه د سيمې د ناامنۍ هڅې کوي. نوموړي د پاکستان پوځي رژيم تورن کړ چې د TTP تر نامه لاندې د افغانستان خاوره هدف ګرځوي.
مجاهد په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې د پاکستان دننه ناامنۍ له افغانستان سره تړاو نه لري او هغه يې “د پاکستان داخلي مسئله” وبلله. هغه دا هم ادعا وکړه چې دا مهال د پاکستان سره ټولې لاره تړلې دي او د موجوده محدوديتونو له امله يې د TTP د غړو د “فرضی کرښې” څخه د تېرېدو احتمال تر پوښتنې لاندې راوست.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دواړو لورو ترمنځ ترینګلتیاوې څو ځل د پولو پر سر د نښتو او د پولهوالو د زيان لامل شوې دي. سره له دې چې د طالبانو اداره پر د هېواد د حاکمیت او امنيت د دفاع ټينګار کوي، د ګواښونو زياتېدونکې ژبه کېدای شي د سيمې د بېثباتۍ د زياتېدو اندېښنې زياتې کړي؛ يو حالت چې اغېز به یې تر ټولو لومړی د دواړو غاړو پر ملکي خلکو وي.
مجاهد ټینګار وکړ چې د طالبانو اداره د هېواد د حاکميت او امنيت ساتنه خپله “قانوني او ملي وجيبه” ګڼي او د هغو اقداماتو په وړاندې چې غیرقانوني یې بولي، به غبرګون وښيي. هغه وويل چې دا اداره به يوازې په ځوابي اقداماتو بسنه ونه کړي، بلکې امنیتي تدبيرونه به پياوړي او د “دسیسو جوړونکو” د پلانونو مخه به هم ونيسي.




