اقتصادمهم خبرونه
په ننګرهار کې د خرما حاصلات ډېر شوي؛ د نوو باغونو د جوړولو طرح عملي کېږي

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مسؤلین وايي چې د هده فارم د خرما باغونه هرکال د پام وړ حاصل لري او د نوو باغونو د جوړولو پروګرامونه هم په عملي کېدو دي. د دوی په وینا، دغه طرح به د خصوصي شرکتونو په همکارۍ پلي کېږي.
د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، د نوو خرما باغونو د پراختیا هدف د کورني تولید زیاتوالی او په دې برخه کې د نسبي ځان بساینې ترلاسه کول دي. مسؤلین زیاتوي چې د دې پروګرام له پلي کېدو سره به د خرما تولید په ولایت کې لا پسې ډېر شي.
هغوی ټینګار کوي چې د خرما باغونو پراختیا به د اقتصادي ودې زمینه برابره کړي او د اوسېدونکو او کروندګرو لپاره به د نوي کار او عاید فرصتونه رامنځته کړي.
وادي کرنیز شرکت باور لري چې د دغو باغونو پراختیا به د ولایت په کچه د کرنې سکتور ته وده ورکړي او د کرنیزو سیمو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې به مهم رول ولوبوي.




