ملګرو ملتونو په کنړ کې د زلزله ځپلو سیمو د ملاتړ ماموریت پای ته رسولی

د ملګرو ملتونو د خدماتو پروژو دفتر (یونآپس) په افغانستان کې اعلان کړی چې په کنړ ولایت کې یې دوه اونیز ماموریت بشپړ کړی دی، چې هدف یې له خلکو سره د مسوولیت مننې اصولو پیاوړتیا او له زیانمنو شویو خلکو څخه د ناوړه چلند او استحصال (AAP او PSEAH) څخه ساتنه وه. دا ماموریت د نومبر له ۲مې تر ۱۳مې پورې د هغو سیمو لپاره تر سره شوی چې له زلزلو اغېزمنې شوې وې.
د دې پروګرام په جریان کې د «آوااز» مؤسسې مهم رول لوبولی، همداراز، د مېرمنو-له-مېرمنو ناستې هم تنظیم شوې چې هدف یې دا و ترڅو ښځې او نجونې وکولای شي په زلزله ځپلو سیمو کې د خوندي او ثابتو لارو له لارې پوره او د باور وړ معلومات ترلاسه کړي او احتمالي خطرونه راپور کړي.
کنړ، چې د افغانستان په ختیځ کې یوه غرنیزه او د طبیعي پېښو په وړاندې زیانپذیره سیمه ده، تازه د سختو زلزلو له کبله سخت زیانمنه شوې. د زلزلې له پېښې وروسته، ټولنې ته د دقیقو معلوماتو لاسرسی او د شکایت او نظریاتو د وړاندې کولو موثر میکانیزمونه ځانګړی اهمیت پیدا کړی.
په داسې حال کې چې په هېواد کې د یوه ملي مسئول نظام نشتوالی محسوسېږي، دا ډول پروګرامونه هڅه کوي چې د طالبانو د ادارې د کمزوري مدیریت له امله رامنځته شوی خلا ډکه کړي. منتقدان وايي، د شفافیت نشتوالی او له قربانیانو د ملاتړ میکانېزمونو نهشتون د دې ادارې تر کنټرول لاندې د خدمتونو وړاندې کولو بهیر له سختو ستونزو سره مخ کړی. نړیوال بنسټونه هڅه کوي چې د ځایي نوښتونو له لارې دغه تشې جبران کړي.




