ټولنه‌یزمهم خبرونه

یونیسف: له ۴۷ زرو ډېر مور او پلرونه د «مثبت والدینو روزنې» له پروګرامه ګټه اخيستې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ويلي چې په ۲۰۲۵ کال کې له ۴۷ زرو ډېر مور او پلرونه د دغه بنسټ د «مثبت والدينو روزنې» له پروګرامه برخمن شوي دي؛ دا پروګرام د والدينو او ماشومانو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره عملي کېږي.

یونیسف د دوشنبې په ورځ، د حوت په ۴مه، په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې دا پروګرام د کورنۍ د غړو ترمنځ د سالمو او اغېزمنو اړیکو په رامنځته کولو تمرکز لري. د دې بنسټ په وینا، د مثبت والدينو روزنې پیل د مور او پلار او ماشومانو ترمنځ د نږدې او رغنده اړیکې جوړول دي.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د دغه پروګرام په چوکاټ کې میندې د ماشوم سره د لوبې، کيسه‌وېلو او رغنده تعامل مهارتونه زده کوي؛ هغه مهارتونه چې د ماشوم د ذهني وده او رواني روغتيا په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

یونیسف زیاته کړې چې د دغو مهارتونو زده کړه مور او پلار سره مرسته کوي چې په کور کې يو خوندي او ګرم چاپېریال برابر کړي او د کورنۍ د غړو ترمنځ د لا روغو اړیکو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button