مهم خبرونهنړیوال

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشر: له طالبانو سره نرمښت پایله نه لري

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشر په جینوا کې د بشري حقونو د شورا یو شپېتمې ناستې ته وویل، له طالبانو سره نرم چلند هېڅ ډول پایله نه ده لرلې او د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د نړۍ له تر ټولو سختو سرغړونو څخه شمېرل کېږي. انالینا بوربوک د دوشنبې په ورځ، د کب په څلورمه، ټینګار وکړ چې د دغه وضعیت دوام د نړيوالې ټولنې جدي پاملرنې او عملي ګامونو ته اړتیا لري.

هغې وویل، یو شمېر ناظران اوسنی وضعیت په افغانستان کې د «جنسیتي توپير» یا «جنسیتي اپارتايد» څرګند مثال بولي. د هغې په وینا، هڅې چې د طالبانو دننه د سخت‌دریځو او معتدلو ډلو تر منځ توپير رامنځته کړي، هم نه دي توانېدلي چې د دې ادارې په چلند کې بدلون راولي.

بوربوک د ښځو پر پراخو بندیزونو په اشارې سره زیاته کړه چې د افغانستان ښځې له زده کړو او کار څخه بې‌برخې دي او ان د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د فعالیت اجازه هم نه لري. دا محدودیتونه په داسې حال کې دوام لري چې د زده کړو او کار حق د بنسټیزو بشري حقونو له ډلې ګڼل کېږي.

هغې خبرداری ورکړ چې که ښځې، چې د نړۍ نیمایي وګړي جوړوي، په امن کې نه وي، نو د چا لپاره هم امنیت نه‌شي تضمین کېدای. افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د یو شپېتمې ناستې په اجنډا کې هم شامل دی او د دغه هېواد د بشري حقونو وضعیت به په ځانګړي ډول وڅېړل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button