په تهران کې د دوو افغان سوداګرو ژغورنه وروسته له ۲۵ ورځو برمته تښتونې

د ايران رسنيو راپور ورکړی چې د تهران پوليسو دوه افغان سوداګر، چې ۲۵ ورځې يې د تښتوونکو په اسارت کې تېرې کړې وې، د دې ښار د مرتضیګرد سيمې له يوې څاه څخه ژغورلي دي. د سرچينو په وينا، دغه کسان د يو شپږ کسیزې ډلې له لوري برمته شوي وو.
د راپورونو له مخې، تښتوونکو د دې مودې په مهال د دغو دوو سوداګرو د شکنجې ويډيوګانې د دوی کورنيو ته لېږلې وې او د ازادۍ په بدل کې يې ۶۰۰ زره ډالره غوښتي وو.
ويل کېږي چې په لومړي پړاو کې يو تن د «آرش» په نوم، چې د دې شبکې د مشر په توګه پېژندل شوی، نيول شوی دی. د هغه تر نيول کېدو وروسته، د برمته شويو کسانو د ساتنې ځای، چې يو خراب شوی ودانۍ وه، په مرتضیګرد سيمه کې تثبيت شو.
له دې وروسته پوليسو عمليات وکړل او دغه دوه سوداګر، چې د يوې څاه دننه ساتل شوي وو، ژوندی راويستل او وژغورل شول. تر اوسه پورې د دوی د روغتيايي حالت او د دې ډلې د نورو غړو د برخليک په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.




