روسیې د افغانستان په خاوره کې د ۲۰ تر ۳۰ زرو جګړه مارانو د شتون خبر ورکړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا مهال په افغانستان کې د شاوخوا شل زرو تر دېرش زرو پورې جګړه ماران حضور لري او د هېواد سیاسي او پوځي وضعیت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی. د دې وزارت په وینا، له دغو کسانو څخه تر نیمایي زیات یې بهرني اتباع دي.
د یاد وزارت د ارزونې له مخې، شاوخوا درې زره کسان د داعش ډلې پورې تړاو لري، د پنځو تر اوو زرو کسانو تړاو له تحریک طالبان پاکستان سره ښودل شوی او د القاعده د غړو شمېر د څلور سوو څخه تر یو نیم زرو کسانو اټکل شوی دی. همداراز د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، ازبکستان اسلامي غورځنګ او جماعت انصارالله په څېر د کوچنیو ډلو یادونه هم شوې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې داعش یوازینی ډله ده چې د طالبانو پر ادارې فعاله جګړه کوي، خو د سیمو د نیولو وړتیا نه لري او هڅه کوي د واکمنو پر جوړښت د خلکو باور کمزوری کړي. دغه وزارت زیاته کړې چې د تېرو یو نیمو کلونو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو د داعش بریدونه راکم کړي دي.
بلخوا، د طالبانو اداره تل د بهرنیو وسلوالو ډلو د شتون خبره رد کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان له خاورې به د نورو هېوادونو پر امنیت برید ته اجازه ورنه کړي. خو د دغو ډلو د فعالیت په اړه د نړیوالو راپورونو دوام د طالبانو د مسؤلینو له لوري د لا زیات وضاحت او دقیقو معلوماتو د وړاندې کولو اړتیا څرګندوي؛ موضوع چې د افغانستان د خلکو او د سیمې د امنیت لپاره خورا مهمه بلل کېږي.




