پوتين د روسيې د اټومي ځواک پياوړتيا ډېره مهمه ملي موخه وباله

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان کړی چې د «نیو سټارټ» تړون د پای ته رسېدو وروسته، د هېواد د اټومي ځواک پراختيا د «مطلق لومړيتوب» بڼه غوره کړې ده. نوموړي څرګنده کړه چې د روسيې د درې ګونې اټومي ځواک پياوړتيا به د ملي امنيت د تضمين او ستراتيژيکي مخنيوي د ساتنې لپاره دوام وکړي.
پوتين دا څرګندونې د «د وطن مدافع د ورځې» په مناسبت په يوه ويډيويي پيغام کې وکړې؛ داسې مراسم چې په روسيه کې د پوځي ځواکونو د لاريونونو او رسمي غونډو سره مل وي. نوموړي ټينګار وکړ چې د مسکو په باور، درې ګونی اټومي ځواک د نړيوال ځواک د توازن د ساتنې ضامن بلل کېږي.
د روسيې ولسمشر ژمنه وکړه چې د خپل هېواد د پوځ او بحري ځواک وړتياوې به لا پياوړې کړي او د اوکراين له څلور کلنې جګړې ترلاسه شوې تجربې به وکاروي. د هغه په وينا، د وسلهوالو ځواکونو ټولې څانګې به د جګړې د چمتووالي، خوځښت او د ماموريت د ترسره کولو په برخو کې نوره تقويه شي.
د «نیو سټارټ» تړون چې په ۲۰۱۰ کال کې د امريکا متحدو ايالتونو او روسيې تر منځ لاسليک شوی و، د دواړو هېوادونو تر منځ وروستى اټومي وسلو کنټرولي تړون ګڼل کېده. دغه تړون د هر لوري لپاره د ۸۰۰ توغنديزو پلیټفورمونو او ۱۵۵۰ ځای پر ځای شوو اټومي سرګلولو حد ټاکلی و او د متقابل څارنې ميکانيزمونه يې هم لرل.
د تړون د فبرورۍ په پنځمه نېټه له پای ته رسېدو سره، د دې موافقې محدودوونکي او څارنيز چوکاټ هم ختم شو. واشنګټن د پوتين د يو کلن تمديد وړانديز ته ځواب ورنه کړ.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونيو ګوتریش، د دې تړون ختمېدل «يو بحرانۍ شېبه» بللې ده او د اټومي زېرمتونو د څار کمېدو له ممکنه پايلو څخه يې خبرداری ورکړی دی.




