سياست

د طالبانو د ادارې سفیر د ترکیې د راتلونکې ګوند له مشر سره انقره کې ولیدل

د طالبانو د ادارې سفیر په انقره کې، سنیع‌الله فرهمند، د ترکیې د راتلونکې ګوند له مشر احمد داوود اوغلو سره ولیدل او د دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه یې خبرې وکړې. د دې ناستې اصلي تمرکز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پراختیا وو.

د طالبانو د ادارې سفارت په انقره کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو د ګډو همکاریو او تعامل د پراخولو لارې وڅېړلې. د دې دیپلوماتیکې استازولۍ په وینا، په دې لیدنه کې د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو د دوام او د موجودو ظرفیتونو د کارولو پر اهمیت ټینګار شوی دی.

ترکیه له هغو هېوادونو ده چې په تېرو کلونو کې یې له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري لرله او د دواړو لورو اړیکې تل ځانګړې ارزښتناکې بلل شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button