مهم خبرونهنړیوال

په بلوچستان کې نامعلومو وسلوالو لس کارګر تښتولي

پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي چې نامعلومو وسلوالو تېره شپه د بلوچستان د بارکهان او خضدار په ولسوالیو کې پر یوه د پولیسو مرکز او یوې ودانیزې کمپنۍ بریدونه کړي او شااوخوا لس کارګران یې تښتولي دي.

د راپورونو له مخې، په بارکهان ولسوالۍ کې لومړی پر د پولیسو پر یوه مرکز او وروسته پر ودانیز شرکت ډزې شوې چې څلور کارګران پکې تښتول شوي دي. همدارنګه، په یوه بله جلا پېښه کې له بلې سیمې څخه نور شپږ کارګران هم تښتول شوي دي.

ویل کېږي چې تښتول شوي کارګران د موسی‌خېل اوسېدونکي او د پاکستان د سند ایالت وګړي دي. د پاکستان امنیتي چارواکو تر اوسه د دې پېښو په تړاو څه نه دي ویلي او کومې وسلوالې ډلې هم د دې پېښو مسوولیت نه دی منلی.

د یادونې ده چې د بلوچستان ایالت، چې د پاکستان جنوب لوېدیځ ته پروت دی، په وروستیو کلونو کې د وسلوالو بریدونو او امنیتي بې‌ثباتۍ شاهد پاتې شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button