په هلمند کې له ۴۹ ټنه زياتو قاچاقي درملو له منځه وړل

د هلمند د ګمرکونو مسؤلين وايي، له ۴۹ ټنه زيات قاچاقي درمل چې په غيرقانوني توګه هېواد ته راوړل شوي وو، په لښکرګاه ښار کې موندل شوي او له منځه وړل شوي دي. دغه کچه درمل د ګمرک کارکوونکو له خوا له ضبط وروسته د دې ولايت د مرکز اړوند د ريګ په سيمه کې وسوځول شول.
د يادې ادارې رئيس محمد قاسم حقمل ويلي، دا محموله له پاکستانه افغانستان ته راوړل شوې وه او د ګمرکونو د څارنې عملياتو په نتيجه کې وپېژندل شوه او توقيف شوه. د ده په وينا، د دغو درملو د له منځه وړلو بهير د اړوندو مسؤلينو په حضور کې تر سره شو.
نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې د غيرقانوني، بېکيفيته او قاچاقي توکو له واردولو ډډه وکړي او د رسمي ګمرکي پروسو مراعت وکړي.
په دې ترڅ کې، د روغتيايي برخې څېړونکي ټينګار کوي چې د درملو قاچاق د خلکو روغتيا له جدي خطر سره مخ کوي او اړينه ده چې د طالبانو اداره د درملو له منځه وړلو تر څنګ د بازار د شفافې او دايمي څارنې بهير پياوړی کړي. د اغېزناک د کيفيت د کنټرول نظام او منظم وارداتي مديريتي پروسې نشتوالی هغه ستونزې دي چې تل د هلمند اوسېدونکي او د روغتيايي برخې فعالان پرې نيوکې کوي.




