جاپان د افغانستان اړمنو کورنیو ته څلور میلیونه ډالره مرسته کوي

د نړۍ د خوړو پروګرام (WFP) اعلام کړی چې جاپان د افغانستان د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره څلور میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي. دغه اداره ویلي چې دا نوې مرسته به زرګونو کسانو ته د خوړو او تغذیې خدماتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
نړیوال د خوړو پروګرام په خپله یوه پیغام کې چې د «ایکس» په شبکه کې خپور شوی، د جاپاني ولس له مرستې هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې دا بودیجه به د راتلونکو ۱۲ میاشتو په موده کې نږدې ۸۰ زره افغانانو ته د بیړنیو خوراکي مرستو زمینه برابره کړي. همدارنګه شاوخوا ۳۰ زره میندې او ماشومان به له بنسټیزو تغذیوي خدماتو څخه ګټه واخلي.
یادې ادارې ټینګار کړی چې د دې ډول مرستو دوام د لوږې د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره مهم رول لري، په داسې حال کې چې افغانستان له ۲۰۲۱ کال سیاسي تحولاتو او د طالبانو د پراخو محدودیتونو وروسته له ژور اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی او میلیونونه اوسېدونکي یې په بشري مرستو متکي دي.
د جاپان سفارت په کابل کې تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د تېر کال د نومبر له ۲۲مې تر دسمبر ۲۱مې پورې د جاپان حکومت ۱۹.۵ میلیونه ډالره بشري مرسته او بنسټیز خدمات د افغانستان لپاره منلي دي. د دغه سفارت په وینا، دا مرستې د ملګرو ملتونو، نورو نړيوالو بنسټونو او جاپاني غیردولتي سازمانونو له لارې لګول کېږي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د دې نوې مرستې په ګډون د جاپان ټولې مرستې له ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې تر اوسه د افغانستان لپاره له ۵۴۹ میلیونو ډالرو واوښتې دي.




