ترکمنستان د تاپي پروژې لپاره د امريکايي شرکتونو د ګډون بلنه ورکړه

د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي برديمحمداف اعلان کړی چې نړيوال شرکتونه، په ځانګړي ډول امريکايي شرکتونه، کولای شي د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان–هند د ګازو د نلليکې (تاپي) پروژې کې ګډون وکړي. هغه ويلي، دا پروژه د نړيوال ملاتړ څخه برخمنه ده او د جنوبي آسيا د انرژۍ د زياتېدونکو اړتياوو د پوره کولو لپاره څرګند ظرفيت لري.
برديمحمداف د العربیه ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ټينګار کړی چې د تاپي پروژې عملي کېدل د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د پخوانيو اوږدمهالو کړکېچونو د لهمنځه وړلو اړتيا لري؛ هغه هېوادونه چې په تېرو مياشتو کې هم د وژونکو نښتو شاهدان وو. د هغه په وينا، سيمهیيزه همکاري د دې مهمې پروژې د پرمختګ لپاره حياتي ارزښت لري.
د ترکمنستان ملي مشر زياته کړې چې دا نلليکه کولای شي د آسيا–اقيانوسيه، نږدې ختيځ او منځني ختيځ په سيمو کې د نويو راولاړېدونکو بازارونو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي. نوموړي د تاپي پروژه له سياسي او اقتصادي پلوه مهمه بللې او د پانګهوالو لپاره يې يو زړه راښکونکی فرصت ګڼلی دی.
ترکمنستان پلان لري چې د دې نلليکې لومړی پړاو، چې د هرات تر ښار پورې رسيږي، د ۲۰۲۶ کال تر پايه بشپړ کړي. خو تر اوسه د پروژې د جنوبي برخې د دوام په اړه مشخصه نقشه نه ده اعلان شوې.




