طالبان د بدخشان د کانونو د ساتنې لپاره زر کسیزه قطعه جوړوي

د طالبانو د ادارې والي په بدخشان کې اعلان کړی چې د دې ادارې مشرتابه پرېکړه کړې ده څو د هېواد په شمال ختیځ کې د بدخشان ولایت د کانونو د امنیت او ساتنې لپاره یوه زر کسیزه نظامي قطعه رامنځته کړي. د ده په وینا، دغه ځواکونه به ډېر ژر بدخشان ته واستول شي او خپل کار به پيل کړي.
اسماعیل غزنوي وویل، د دې قطعې د جوړېدو موخه د کانیزو سیمو د امنیت پیاوړتیا او د استخراج د بهیر منظم مدیریت ښودل شوی دی. هغه ادعا وکړه چې دغه پرېکړه د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندزاده په «شفقت» سره وشوه او د سیمهییزو چارواکو د وړاندیزونو له مخې تصویب شوې ده.
د طالبانو د ادارې والي همدارنګه زیاته کړه چې د بدخشان په کانونو کې پانګونه منظم مدیریت او دوامدارې ساتنې ته اړتیا لري، او د دې نظامي واحد جوړېدل کولای شي له پانګوالو او د استخراج له پروژو څخه ساتنه وکړي. نوموړي د دې ځواکونو د فعالیت د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د دغو ځواکونو د لېږلو خبرې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره د چینایي شرکتونو او د هغوی د کورنیو همکارانو په ګډون، د بدخشان د سرو زرو پراخ استخراج پرمخ وړي. راپورونه ښیي چې د دې همکارۍ یوه لویه برخه د طالبانو د لوړپوړو مشرانو په ګډون ترسره کېږي.
په عین حال کې، د سرو زرو د استخراج د چاپېریالي اغېزو او د سیمهییزو اوسېدونکو د احتمالي اعتراضونو په اړه اندېښنې هم شته. منتقدان وايي، د طالبانو له لوري د کانیزو سیمو نظامي کول ښايي د ولسي مخالفتونو د مهار هڅه وي، نه د سیمهییزو غوښتنو ته ځواب ویل.
سره له دې چې په بدخشان او تخار کې د پرمختللو ماشینونو په مرسته پراخې سرو زرو استخراجونه روان دي، د دغو کانونو د عوایدو جزئیات لا هم په شفاف ډول نه دي خپاره شوي. د دغو ولایتونو اوسېدونکي وايي چې له استخراجه ترلاسه شوی عاید د هغوی د ژوند په ښهوالي هېڅ اغېز نه لري، او ډېره ګټه یې د طالبانو ادارې او د دوی همکارو شرکتونو ته رسي.




