مهم خبرونهنړیوال

حماس: اسرائیل د غزې اوربند نقض کړی او د بشري وضعیت خرابېدو مسئول دی

د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې اندیښنه ښودلې چې د اسرائیلي ځواکونو له‌خوا د غزې په تړانګه کې د اوربند توافق تکراري نقض دوام لري، او دا رژیم یې د سیمې د انساني وضعیت د خرابوالي اصلي مسئول بللی دی.

په دې خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوې، حماس له هغو هېوادونو چې د اوربند ضمانت یې کړی دی، غوښتي چې پر اسرائیلي رژیم فشار راوړي تر څو له خپلو بشري ژمنو سره سم عمل وکړي او د خوراکي توکو، درملو او نورو عاجلو بشري مرستو لپاره لارې خلاصې کړي تر څو ملکي وګړو ته مرستې ورسېږي.

حماس خبرداری ورکړی چې د بشري بحران پراخېدل د غزې د تړانګې د زرګونو اوسېدونکو ژوند ته ګواښ پیښ کړی او هغوی عاجلو لومړنیو مرستو، په تېره بیا غذا، دارو او سرپناه ته اړتیا لري.

د تازه مواردو له مخې، یو فلسطینی او د هغه لور د اسراییلي ځواکونو د توپ‌خانه‌يي برید له امله د خانیونس ولایت په ختیځه سیمه، بني سهیلا کې ټپیان شوي دي. همداراز، یو بل فلسطینی ماشوم د غزې ښار په ختیځه سیمه شجاعیه کې د اسراییلي ځواکونو په ډزو وژل شوی دی.

د روغتیايي سرچینو د راپور له مخې، یو بل ملکي وګړی د اسراییلي بې‌پیلوټه الوتکې په هوايي برید کې د غزې تړانګې شمالي سیمه العطاطره کې وژل شوی دی.

له دې تاوتریخوالو سره هممهاله، د خوړو نړیوال پروګرام WFP خبرداری ورکړی چې د غزې جګړې له پیل دوه کاله وروسته هم، فلسطیني کورنۍ خورا ډیر پر خوراکي توکو او بشري مرستو متکي دي.

د بریتانیا ګاردین ورځپاڼې هم، د اسرائیلي ادارو سره نږدې سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د اسراییلي ځواکونو په توقیف کې وژل شوي بندیان زیاتره غیرنظامیان دي چې د غزې له تړانګې څخه نیول شوي وو. یاد راپور د اسرائیل له‌خوا له فلسطیني اسیرانو سره د غیرقانوني او غیرانساني چلند اندېښمنونکي اړخونه روښانه کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button