طالبانو د چینایي کارګرو د نهامنۍ راپورونه رد کړل

د طالبانو د حکومت وياند د «فارن پالیسي» مجلې راپور رد کړی چې پکې د دې ادارې د ناتوانۍ ادعا شوې وه په دې چې د چینایي کارګرو امنیت نه شي تأمینولی. ذبیح الله مجاهد دغه راپور مبالغهآمېز بللی او ویلي یې دي چې یاده پېښې زیاتره له قاچاق او د قاچاقچیانو له فعالیتونو سره د پولو په ښاري سیمو کې تړاو لري، او اوس د پروژو او کارګرو د امنیت لپاره ډېر امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي.
مجاهد زیاته کړې چې کېدای شي ځینې بریدونه شوي وي، خو د ده په وینا دا ګواښونه «بشپړ» کنټرول شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې د پولو په اوږدو کې د قاچاق له امله ځینې وخت شخړې رامنځته کېږي، خو دا باید د امنیتي کمزورۍ نښه ونه ګڼل شي.
په همدې حال کې د «فارن پالیسي» مجلې د یوه امریکایي څېړونکي په وینا لیکلي چې چینایي کارګر، په ځانګړې توګه د افغانستان او تاجکستان تر منځ د سرحدي معدني سیمو کې، لا هم د نا پېژاندو وسلوالو ډلو له ګواښ سره مخ دي. د دې راپور پر اساس، له نومبر ۲۰۲۴ راهیسې د چین د وګړو پر ضد په دغو سیمو کې اووه امنیتي پېښې ثبت شوې دي، چې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او تر لسو ډېر ټپیان دي.
راپور زیاتوي چې د سرو زرو بېساري لوړ قیمت لامل شوی ترڅو یو شمېر چینایان د افغانستان شمال ته د سرو زرو د کانونو د استخراج لپاره راشي. د څېړونکي په وینا، د دغو فعالیتونو یوه برخه د چین د دولت او د طالبانو د ادارې په ملاتړ ترسره کېږي، خو ځینې تړونونه بیا د سیمهییزو چارواکو له لوري غیررسمي او موردی ډول تائید شوي، چې دا موضوع کولای شي د بېنظمۍ او امنیتي کمزورۍ سبب شي.
عزیز معارج، پخواني ډيپلومات، هم ویلي چې د ځینو بهرنیو وګړو د هدف ګرځېدو احتمال په بشپړ ډول نه شي رد کېدای، خو په ټوله کې دا ستونزه حل شوې ده. هغه د دې موضوع راپورونه د لوېدیځو رسنیو له چین سره د سیاسي او اقتصادي رقابتونو تړلي بللي دي.
سره له دې چې د طالبانو اداره دا ادعاوې ردوي، د سرحدي بریدونو او د نا پېژاندو وسلوالو ډلو د فعالیتونو دوام لا هم پوښتنې راپورته کوي چې د بهرنیو پروژو د امنیت او د شمالي سیمو د معدني تړونونو د شفافیت وضعیت به څنګه وي. دا موضوع که دوام وکړي، کولای شي پر بهرنیو پانګونو او د پولو پر امنیتي حالت اغېز وکړي.




