د افغانستان شمالختیځ اوسېدونکي د پاکستان پر هوايي بریدونو تند غبرګون ښيي

د افغانستان د شمالختيځو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکو د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته په غبرګون کې دغه اقدام د نړيوالو قوانينو ښکاره نقض او د هېواد پر حريم تېری بللی دی. دوی وايي، د دغسې بریدونو دوام د پولو سيمو امنيت او د ملکي وګړو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د دغو اوسېدونکو په وینا، د نړيوالو منل شوو اصولو له پامه غورځول او د افغانستان د خاورې دننه پوځي عمليات ترسره کول، د هېوادونو تر منځ له حقوقي موازينو سره په ټکر کې دي او ښايي سياسي او امنيتي پراخې پایلې ولري.
هغوی له د طالبانو له ادارې غوښتي چې د هغه څه په وړاندې چې دوی یې «تېری» بولي، څرګند او عملي دريځ خپل کړي او د ورته پېښو د تکرار د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي. دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح شوي چې د پولو د امنيت او د وګړو د ساتنې مسؤليت د طالبانو د ادارې پر غاړه بلل کېږي او تمه کېږي چې د امنيتي تحولاتو پر وړاندې اغېزمن غبرګون وښيي.




