د پاکستان پوځ د شپې بريدونو کې ۹ زدهکوونکو ته مرګژوبله اړولې

د افغانستان د معارف وزارت ويلي چې د پاکستان د پوځ د شپې مهال بريدونو په پايله کې، د پکتیکا او ننګرهار ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې اته زدهکوونکي وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د پکتیکا ولايت د برمل ولسوالۍ د مرغۍ کلي د فاروقيه مدرسې يو زدهکوونکی د دغو بريدونو له امله ټپي شوی دی. همدارنګه، د ننګرهار ولايت د بهسود ولسوالۍ د ګرډيکڅ په سيمه کې اته زدهکوونکي وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د وژل شويو زدهکوونکو له ډلې پنځه هلکان او درې نجونې وې. د ټپي شوي زدهکوونکي د روغتيايي حالت او د پېښې د دقيقو جزئياتو په اړه لا تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.
تر اوسه د پاکستان چارواکو د دې پېښې په اړه هيڅ غبرګون نه دی ښودلی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي بريدونه له وړاندې هم د ملکي کسانو، په ځانګړي ډول ماشومانو او زدهکوونکو، د مرګژوبلې لامل شوي او د پولهييزو سيمو اوسېدونکي يې اندېښمن کړي دي.




