په پېښور کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د بیا احیا غوښتنه وشوه

په پېښور ښار کې د يو اقتصادي ناستې ګډونوالو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د بيا پيل او پراختيا پر اړتيا ټينګار وکړ او غوښتنه يې وکړه چې د تګلارو د خونديتوب او قانوني سوداګرۍ د اسانتيا تر منځ توازن وساتل شي. ګډونوالو وويل چې د سيمهييزو اقتصادي اړيکو پياوړتيا د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د وضعيت د ښهوالي لپاره مهمه ده.
د ګډونوالو په وينا، نا باورۍ او امنيتي ننګونې په وروستيو کلونو کې د اقتصادي اړيکو د کمزورتيا سبب شوې دي. د ناستې د معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزې سوداګرۍ حجم له ۲.۲۴ ميليارده ډالرو څخه ۷۵۴ ميليونو ډالرو ته راټيټ شوی او پاکستان نږدې ۱.۵ ميليارده ډالره د خپلو صادراتو له تاوان سره مخ شوی دی.
د خيبرپښتونخوا والي په دې ناسته کې اعلان وکړ چې پاکستان د افغانستان او نورو ګاونډيو هېوادونو سره د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا او د سوداګرۍ د کچې د لوړولو ژمن دی. ګډونوالو دا هم زياته کړه چې د وضعيت د ښهوالي لپاره بايد سوداګري له سياسي موضوعاتو بېله وساتل شي.
په همدې تړاو، د تاپي پروژه او د ازبکستان–افغانستان–پاکستان وړانديز شوې پټلۍ د مهمو سيمهييزو اقتصادي فرصتونو په توګه ياده شوه. د ويناوالو په باور، د دغو طرحو عملي کېدل کولی شي افغانستان د سيمې د سوداګرۍ په څلورلارې بدل کړي، د ترانزيټ لګښتونه راکم کړي او اقتصادي وده پياوړې کړي.
خو د افغانستان او پاکستان ګډې سوداګرۍ خونه د پاکستان پر سوداګريزو تګلارو نيوکه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د مؤثرې سوداګرۍ بيا پيل ته جدي او همغږی ميکانيزم ته اړتيا ده. دغه اداره له دواړو هېوادونو د اړوندو وزارتونو غوښتنه وکړه چې د ستونزو د حل لپاره عملي او اغېزمنې پرېکړې وکړي.
خانجان الکوزی، د افغانستان–پاکستان د ګډې سوداګرۍ د خونې رئيس، د اوسني سوداګريز حالت بېساري وباله او زياته يې کړه چې د نړيوالې سوداګرۍ په تاريخ کې د تجارتي توکو او مالونو سره داسې چلند بېسابقه دی.
په پای کې، ګډونوالو خبرداری ورکړ چې د ناامنۍ دوام او د متقابل باور نشتوالی به د پايداره سوداګرۍ د بيا راژوندي کولو پر وړاندې اساسي خنډ وي، او پرته له امن فضا او د باور جوړونې څخه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو ښهوالی ستونزمن ښکاري.




