اقتصاددوهم سرلیکمهم خبرونه

جاپان د افغانستان له زیانمنو کورنیو سره د څلور میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړه

د خوراکي توکو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې جاپان د افغانستان د زیانمنو کورنیو د خوراکي توکو او تغذیې د خدماتو د برابرولو لپاره څلور میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي. دا مرسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د هېواد ډېری اوسېدونکي له خوراکي ناامنۍ او د ژوند د جدي ستونزو سره مخ دي.

د دې بنسټ په وینا، تمه ده چې په راتلونیو ۱۲ میاشتو کې نږدې ۸۰ زره افغان وګړي د ژغورنې خوراکي مرسته ترلاسه کړي. همدارنګه، ۳۰ زره میندې او ماشومان به د تغذیې مهمو پروګرامونو برخه وي؛ هغه خدمات چې د خوارځواکۍ په مخنیوي او د روغتیایي خطرونو په کمولو کې مهم رول لري.

WFP ټینګار کړی چې دا ملاتړ کولی شي په اوسني سخت اقتصادي وضعیت کې د لوږې له پراختیا مخنیوی وکړي او د زیانمنو کسانو ژوند وژغوري. په تېرو کلونو کې، د کاري فرصتونو کمښت، پراخ محدودیتونه او تر طالبانو لاندې د نړیوالو مرستو کمېدل، پر کورنیو دروند فشار راوړي او د بشري مرستو اړتیا یې ډېره کړې ده.

د خوراکي توکو نړیوال پروګرام د افغانستان له لویو مرسته کوونکو بنسټونو څخه شمېرل کېږي، چې د زیانمنو سیمو د اوسېدونکو د خوراکي اړتیاوو یوه مهمه برخه تأمینوي.

په همدې حال کې، د جاپان سفارت په کابل کې اعلان کړی چې دغه هېواد له نړیوال بانک سره د ۲.۰۸ میلیونو ډالرو د ځانګړې مرستې تړون لاسلیک کړی، چې دا پیسې د «افغانستان د زغم صندوق» لپاره ځانګړې شوې دي. دغه بودیجه د اړمنو کسانو د ملاتړ او د زیانمنو قشرونو د ژوند د پیاوړتیا لپاره برابره شوې ده.

د جاپان د سفارت د اعلامیې له مخې، چې د یکشنبې په ورځ (د حوت ۳مه) خپره شوې، دغه مرسته به د زیانمنو اوسېدونکو، په ځانګړي ډول ښځو او ځوانانو، د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره وکارول شي. د افغانستان د زغم صندوق د هغو مالي کړنلارو له لارې جوړ شوی چې د نړیوال بانک په همکارۍ د هېواد د بنسټیزو پروګرامونو د ملاتړ لپاره رامنځته شوي دي.

سفارت ټینګار کړی چې جاپان به د افغانستان له خلکو سره ولاړ پاتې شي. دا مرستې په داسې وخت کې دوام لري چې ډېری کورنۍ د طالبانو تر واک لاندې د اقتصادي ستونزو او محدودیتونو له امله له جدي معیشتي مشکلاتو سره مخ دي او د نړیوال دوامدار ملاتړ اړتیا لا هم محسوسه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button