مهم خبرونهنړیوال

یو اسراییلي جنرال د پوځ او ټولنې د نسکورېدو خبرداری ورکړ

د اسراییلو د پوځي زېرمتون یو سرلشکر د تل‌ابیب د چارواکو هغه ادعا رد کړې چې د حزب‌الله پر وړاندې د «بشپړ بریا» خبره کوي، او د پوځ د نسکورېدو او ژور ټولنیز بحران په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

اسحاق بریک، چې پخوا د اسراییلي پوځ د سرتېرو د شکایتونو کمېشنر و، ویلي چې د حزب‌الله او ایران پر وړاندې د بشپړ بریا مطرح کول د عامه افکارو د تېروتلو هڅه ده، نه د واقعي میداني وضعیت انځور. د ده په وینا، په داسې حال کې چې چارواکي د بریا خبرې کوي، د اسراییلو پوځ له جدي جوړښتي او روحي ستونزو سره مخ دی.

د «معاریو» ورځپاڼې چې دا څرګندونې یې خپرې کړې دي، د بریک له خولې لیکلي چې اسراییل په یو ستراتیژیک رکود کې دی، په داسې حال کې چې مقابل لوري د خپلو وړتیاوو د بیا جوړونې او پیاوړتیا په حال کې دي. هغه زیاته کړې چې د سیاسي او پوځي مشرانو له‌خوا د سنجول شوو تګلارو نشتون د وضعیت پېچلتیا نوره هم زیاته کړې ده.

بریک همدارنګه پوځي، استخباراتي او سیاسي مشران تورن کړي چې د ناکامیو د منلو پر ځای له حساب ورکولو تښتي. د ده په باور، دا چلند د عامه باور کمزوری کړی او د کورنیو درزونو د زیاتېدو لامل شوی دی.

دغه پخواني جنرال په خپلو څرګندونو کې د اسراییلو د لومړي وزیر بن‌یامین نتانیاهو نوم هم اخیستی او ویلي یې دي چې هغه خپله سیاسي ائتلافي بقا د امنیتي لومړیتوبونو نه پورته ګڼي. بریک خبرداری ورکړی چې د دې لړۍ دوام به اسراییل د نړیوالې انزوا، امنیتي زوال او ټولنیز وېش پر لور بوزي.

د هغه په وینا، که اوسنی حالت دوام وکړي، د اکتوبر اوومې پېښې ښايي یوازې د یوه ډېر پراخ او څو اړخیزې نښتې پیل وي؛ یو داسې سناریو چې د ده په باور د اسراییل د ثبات او راتلونکي لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button