سياستمهم خبرونه

د پاکستان پخواني استازي د افغانستان دننه د بریدونو د پراخېدو خبرداری ورکړ

آصف دراني، چې پخوا د افغانستان لپاره د پاکستان استازی و، ویلي دي چې پر هغو پټو ځایونو هوایي بریدونه چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) او د داعش ډلې پورې تړاو لري، د طالبانو واکمنې ادارې ته یو حساب‌شوی او روښانه پیغام دی. نوموړي خبرداری ورکړی چې که اسلام‌اباد اړ شي، د دې بریدونو لړۍ به د افغانستان نورو سیمو ته هم وغځول شي.

دراني د یکشنبې په ورځ، د حوت درېمه، وویل چې د تیرې شپې بریدونه باید طالبانو ته دا پیغام رسولی وي چې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه په افغان خاوره کې «مسوولانه» چلند وکړي. د هغه په وینا، د دغو ډلو دوامداره شتون او فعالیت د پولو په سیمو کې، د پاکستان لپاره د منلو وړ نه دی.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې په تېرو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي تاوتریخوالی زیات شوی دی. د پاکستان چارواکو څو ځله ادعا کړې چې ځینې د اسلام‌اباد مخالفې ډلې له افغان خاورې د دې هېواد پر ضد فعالیت کوي؛ خو د طالبانو اداره تل دا ادعاوې رد کړې دي.

سره له دې، منتقدین وايي چې د طالبانو اداره تر اوسه نه ده توانېدلې د ګاونډیانو اندیښنې د سختدریځو ډلو د مهار په برخه کې له منځه یوسي. د دې حالت دوام کولی شي افغانستان له لا زیاتو سیمه‌ییزو امنیتي او سیاسي فشارونو سره مخ کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button