مهم خبرونهنړیوال

پوتين هغو سرتېرو ته د ۳۵ ورځو بې‌معاش رخصتي جواز ورکړ چې افغانستان، سوريه او اوکراين ته استول شوي دي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین يو نوی قانون لاسليک کړی چې له مخې يې يو شمېر زړو سرتېرو ته، چې افغانستان، سوريه او اوکراين ته استول شوي، اجازه ورکوي چې هر کال تر ۳۵ ورځو پورې بې‌معاش رخصتي واخلي. دا امتياز هغو کسانو ته ورکول کېږي چې له شپږو مياشتو ډېر په دندو سيمو کې پاتې شوي، خو په نېغې توګه یې په جګړه ييزو عملياتو کې برخه نه ده اخیستې.

د روسیې د «کامرسانت» ورځپاڼې د راپور له مخې، چې د شنبې په ورځ (دوهم حوت) خپور شو، هغه سرتېري چې د ۱۹۷۹ د دسمبر او ۱۹۸۹ د دسمبر تر منځ افغانستان ته استول شوي وو، هم د نوي قانون مشمول ګرځي. دا موده د پخواني شوروي اتحاد د پوځي حضور اړوند ده.

سربېره پر دې، هغه کسان چې له ۲۰۱۵ د سپتمبر راپدېخوا سوريې ته، او له ۲۰۲۲ د فبرورۍ وروسته د دونېڅک او لوهانسک سيمو ته استول شوي، او همدا راز هغه څوک چې له هماغه کال د سپتمبر راهيسې په زاپوريژيا او خېرسون کې په دنده وو، کولای شي له دې رخصتۍ ګټه واخلي.

تر دې مخکې، يوازې هغه کسان د کال ۳۵ ورځو بې‌معاش رخصتۍ حق لرلو چې په نېغې توګه په جګړه ييزو عملياتو کې برخه وال وو. نوی قانون دا امتياز نورو ډلو ته هم غځوي.

د روسيې د کار، ټولنيز سياست او د زړو سرتېرو د چارو کمېټې رئيس، یاروسلاو نیلوف، ويلي چې دا بدلون تر ډېره د ودانیزو کارګرو، ښاري خدمتونو کارکوونکو او عاجلو چارو د برخې کارکوونکي رانغاړي – هغه کسان چې د ماموريت په سيمو کې کار کړی، خو د جګړې په لومړۍ کرښه کې نه وو.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button