د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیسارۍ له لوړپوړي چارواکي سره د طالبانو د چارواکي لیدنه

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېسار د ادارې مشر ویلي چې دغه اداره تېر میلادي کال کې څه باندې ۲.۲ میلیونه راستنو شویو افغانانو ته د بشري مرستو او خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکړی دی. عرفات جمال دا څرګندونې د طالبانو د ادارې له چارواکي مولوي عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال کړې دي، چې د مهاجرینو د چارو د تنظیم مسؤل دی.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، دا مرستې د هغو افغانانو لپاره حمایوي خدمتونه رانغاړي چې له راستنېدو وروسته له اقتصادي ستونزو او د بنسټیزو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي. افغانستان په تېرو څو کلونو کې د ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د ستنېدو له لویې څپې سره مخ دی، او لا هم د سرپناه، عاید او بنسټیزو خدمتونو اړتیا لوړه ده.

په همدې حال کې، مولوي عبدالکبیر د طالبانو د ادارې او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت ټینګار کړی، او ویلي یې دي چې ګډه همکاري کولای شي د راستنو شویو کډوالو د خدمتونو وړاندې کولو بهیر ښه کړي.

خو له دې سره سره، مرستندوی بنسټونه بیا ټینګار کوي چې د راستنو شویو کسانو د ستونزو مؤثره حل لپاره باید روښانه پلان جوړ شي، له خطرناکو سیمو سره د لاسرسي خنډونه لرې شي، او د مرستو عادلانه وېش تضمین شي. تمه کېږي چې د طالبانو اداره به په دې برخه کې له خپلو نړیوالو شریکانو سره جدي پاملرنه وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button