امنیت او پېښېمهم خبرونه

په بادغیس کې د ۳۰۳ مسافر وړونکي بس چپه کېدل؛ اته کسان مړه او یو شمېر ټپیان شول

د بادغیس سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د هرات–بادغیس پر لویه لاره د ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله اته کسان مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. دا پېښه د بند سبزک په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند، صدیق‌الله صدیقي، ویلي چې وړاندې شوې احصایې ابتدایي دي او ښایي د تلفاتو شمېر لوړ شي. د هغه په وینا، ټپیان روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي، خو تر اوسه د هغوی کره شمېر نه دی څرګند شوی.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دغه موټر له ۴۴ مسافرو سره د هرات ښار نه د بادغیس ولایت پر لور روان و، چې د بند سبزک په سیمه کې له اصلي لارې واوښت او چپه شو. بند سبزک د هېواد په لوېدیځو غرنیو او خطرناکو لارو کې شمېرل کېږي.

ځینې عیني شاهدان وایي، یوازې پنځه تنه مسافر ژوندي پاتې شوي او نور یا مړه شوي یا ټپیان دي. تر اوسه د طالبانو اداره د پېښې د دقیق لامل په اړه څه نه دي ویلي. ورته پېښې پخوا هم په د هېواد په لویو لارو کې تکرار شوې دي چې د سړکونو د وضعیت، د ترافیکي څارنې، او د مسافرو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button