سياستمهم خبرونه

عبدالکریم خرم: د پاکستان بمبار د رمضان پر مهال «ذلیل عمل» دی

عبدالکریم خرم، د پخواني جمهوري نظام وزير، د پاکستان له لوري د افغانستان پر ځینو سيمو د وروستيو بريدونو په غبرګون کې دا اقدام «د ذلت او بې‌رحمۍ ډک عمل» بللی دی. هغه ويلي، د افغانستان پر سيمو بمبار او د ملکيانو وژل په د رمضان په مياشت کې هېڅ توجيه نه‌لري.

هغه د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف د پخوانيو څرګندونو ته په اشاره وويل، آصف يو وخت منلې وه چې پاکستان د امريکا له لورې په افغانستان کې «د تشناب د کاغذ په څېر» کارول شوی و. خرم وپوښتل: «څوک تضمين کولی شي چې نن بيا همداسې استعمال نه‌شي؟» او د تېر تاريخي تکرار له خطره یې خبرداری ورکړ.

د خرم په وينا، که پاکستان له خپلو تېر تاريخي تجربو درس وانخلي او يو ځل بيا د سيمه‌ييزو او نړيوالو قدرتونو د سيالۍ د وسيلې په توګه وکارول شي، عواقب به یې د دغه هېواد لپاره خطرناک وي. هغه ټينګار وکړ چې دا ډول تګلاره نه يوازې د افغانستان ثبات، بلکې د ټولې سيمې امنيت ته هم ګواښ پېښوي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې يو شمېر د پخواني جمهوري نظام چارواکي هم باور لري، ځينې هېوادونه، د امريکا او اسرائيلو په ګډون، ښايي پاکستان ته په سيمه کې نوې دندې سپارلې وي. دا ادعاوې تر اوسه د اړوندو هېوادونو له لوري په رسمي ډول نه دي تائيد شوې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button