جاپان په افغانستان کې د بېرته ستنو شوو ښځو د ملاتړ نوی پروګرام پيل کړی

د افغانستان لپاره د جاپان سفارت ويلي چې د دې هېواد په مالي ملاتړ د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) يو نوی پروګرام پيل کړی چې ارزښت يې ۸۲۶ زره او ۶۶۶ امريکايي ډالره دی. دا پروګرام په ځانګړې توګه هغو ښځو او نجونو ته متوجه دی چې له پاکستان او ايران څخه افغانستان ته بېرته راستانه شوې دي.
د جاپان سفارت د خبرپاڼې له مخې، د دې نوښت اساسي موخه دا ده چې د دغو ښځو سره د ژوند د بيا رغونې او د بنسټيزو خدماتو د بيا ترلاسه کولو په برخه کې مرسته وشي. د عيشې د فرصتونو برابرول او د ساتنې خدمتونه د دې پروګرام مهمې برخې بلل شوي دي.
دا اقدام په داسې وخت کې عملي کېږي چې ډېری بېرته ستنې شوې ښځې، په ځانګړي ډول د طالبانو د پراخو محدوديتونو له امله چې پر ښځو د کار او زده کړو پر برخو اغېزه کوي، له جدي اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره مخ دي. موجود محدوديتونه د ښځو د کاري فرصتونو او د ملاتړ سرچينو ته د لاسرسي کچه نوره هم راټيټه کړې ده.
ملګرو ملتونو له دې وړاندې هم څو څو ځله د افغانستان د ښځو او نجونو د نازک حالت په اړه اندېښنه ښوولې او د نړيوالې ټولنې له خوا د دوامدار ملاتړ پر اړتيا ټينګار کړی دی. د جاپان دا نوی پروګرام د نړيوالو هڅو يوه برخه ګڼل کېږي چې موخه يې د دغو زيانمنښتونو راکمول دي.




