مهم خبرونهنړیوال

يو اسرائيلي ليکوال د کورنۍ جګړې د امکان په اړه خبرداری ورکړ

د اسراییلو د سیاسي ترینګلتیاو له زیاتېدو وروسته، د دغه هېواد یو لیکوال او تاریخپوه خبرداری ورکړی چې د کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو اندېښمنوونکي نښې ښکاره شوي دي. هغه وايي، سیاسي او ټولنیز فضا داسې پرمخ ځي چې د واکمنو ادارو مشروعیت د ټولنې له یوې برخې خوا پوښتنې لاندې راغلی دی.

د سیمې د رسنیو د راپورونو له مخې، د اسراییلو یو شمېر سیاسي او امنیتي کړۍ باور لري چې دا هېواد په حساسو حالاتو کې دی او وروستۍ پېښې د کورني بحران د ژورتیا نښه کوي. د دغو پېښو له ډلې، د یو شمېر تندلارو لخوا پر څو قاضیانو لفظي برید او سپکاوی، او همدارنګه د یوه ښي‌پال فعال اقدام چې د پخواني سترې محکمې رئیس اهارون باراک موټر یې درولی و، یاد شوي دي.

عیران شالیو، چې د امریکا تابع او د حیفا پوهنتون د تاریخ استاد دی، په ورځپاڼه «یدیعوت آحارونوت» کې په یوه مقاله کې لیکلي چې دا ډول وېروونکي کړنې ښيي چې د زور او ګواښ ژبه پر د واک نښو باندې ورځ تر بلې عادي کېږي. د هغه په باور، دا بهیر د ژور سیاسي وېش او پراخ ټولنیز قطبیت په چاپېریال کې رامنځته شوی دی.

شالیو د دې پېښو د پراخ انعکاس په اړه په ټولنیزو شبکو کې زیاتوي چې یو شمېر افراطي ښي‌پالو فعالانو د دې کار هرکلی کړی او د دې جریان مخکښ څېرې یې هم غندنه نه ده کړې. هغه دا وضعیت د ټولنې د لا ژور بحران پر لور د تګ نښه بولي.

د دغه لیکوال په وینا، کورنۍ جګړې معمولاً په ناڅاپي ډول او د وسلوالې نښتې په بڼه نه پیلېږي، بلکې هغه وخت رامنځته کېږي چې د ټولنې لویې برخې نور رسمي بنسټونه او خپل سیاسي مخالفان د منلو وړ ونه ګڼي. هغه ټینګار کوي چې د دې بهیر دوام کولی شي د اسراییلو د ثبات لپاره جدي پایلې ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button