اقتصادمهم خبرونه

د متقي او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر خبرې د اقتصادي همکاریو په اړه

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په تلیفوني تماس کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي، چې پکې ځانګړې پاملرنه اقتصادي همکاریو ته شوې ده.

په خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ، د حوت دوهمه، د دې وزارت په رسمي وېبپاڼه کې خپره شوې، راغلي چې دواړو لوریو د «ښه ګاونډیتوب د اړیکو د پیاوړتیا او د سیمې د نښلښت د لوړولو» پر اړتیا ټینګار کړی دی. د وزارت په وینا، دغه همکاري به د اوږدمهاله ثبات، پایداره پرمختګ او د متقابلې هوساینې بنسټ وي.

همدارنګه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې امیرخان متقي په دې تماس کې د «ګډو ارزښتونو او ګڼو فرصتونو» یادونه کړې او پر دې ټینګار کړی چې دواړه لوري باید د دغو فرصتونو د پلي کېدو لپاره ګډ کار وکړي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې د «افغان-ترانس» د اورګاډي د پروژې د امکان‌سنجۍ د مطالعې کار به ډېر ژر پیل شي. دغه پروژه د یوه سیمه‌ییز ترانسپورتي دهلیز برخه ده چې افغانستان د ازبکستان له لارې له پاکستان سره نښلوي.

تر دې وړاندې، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزیایف د دې اورګاډي د کرښې د امکان‌سنجۍ د مطالعې اړوند نړیواله موافقه لاسلیک کړې وه. د دې موافقې موخه د افغانستان، ازبکستان او پاکستان تر منځ د یوه درې اړخیز ترانزیټي دهلیز د رامنځ ته کولو لپاره د همکارۍ چوکاټ ټاکل دی.

په داسې حال کې چې د طالبانو اداره لا هم د ډېرو هېوادونو له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې، دا ډول اړیکې او اقتصادي پروژې کېدای شي د افغانستان پر اقتصادي وضعیت اغېز ولري. سره له دې، کارپوهان همېشه د شفافیت، د پروژو د امنیت تضمین او د افغانستان د خلکو د ګټو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button