د امريکا نوې سفير: د افغانستان او عراق جګړو کې د امريکايي ځواکونو له لوري زيات ملکي تلفات شوي

د اسرایيلو لپاره د امريکا تازه ټاکل شوی سفير مايك هاکبي ويلي چې د افغانستان او عراق په جګړو کې د امريکايي ځواکونو له لوري د وژل شوو ملکيانو شمېر د غزې په جګړه کې د اسرایيلو له عملياتو زيات دی.
هاکبي دا څرګندونې د ټکر کارلسن سره په يوه رسنيز مرکه کې وکړې. هغه وويل چې د غزې په جګړه کې د اسرایيلو ځواکونه د افغانستان او عراق د جګړو د امريکايي ځواکونو په پرتله د ملکي کسانو د ژوند خونديتوب ته زياته پاملرنه کړې ده. دا څرګندونې هغه د پوښتنې په ځواب کې وکړې چې د دواړو لوریو د پوځي کړنو د پرتله کولو په اړه شوې وه.
کله چې ترې د خپلو څرګندونو د اسنادو او شواهدو په اړه وپوښتل شول، هاکبي وويل چې د ده دا ارزونه د هغو کسانو له خبرو پر بنسټ ده چې په دغو جګړو کې برخه لرله. هغه ومنله چې دقيق شمېرې او شواهد نه لري، خو باور لري چې د افغانستان او عراق جګړو کې د ملکي تلفاتو شمېر د غزې له جګړې زيات و.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اسرایيلو پر غزې بريدونه او د زرګونو ملکيانو د وژل کېدو راپورونه پراخې نړيوالې غبرګونونه پارولي دي. د امريکا د نوي سفير خبرې هم په ټولنيزو شبکو کې د بحث او بېلابېلو غبرګونونو لامل شوې دي.




