محکمې د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر د نیولو امر صادر کړی

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د اسلاماباد یوې محکمې د خیبرپښتونخوا د ایالت د اعلی وزیر سهیل افریدي د نیولو او محکمې ته د حاضرولو حکم صادر کړی دی. دا پرېکړه وروسته له هغه شوې، چې نوموړي د دولتي ادارو د اعتبار د زیانمنولو په تور تورن شوی دی.
د جیو نیوز د راپور له مخې، د محکمې د اقدام علت هغه څرګندونې او تورونه دي چې افریدی د ځينو دولتي ادارو پر وړاندې کړي، او د محکمې په وینا، دغه څرګندونې کولای شي د خلکو باور په دغو ادارو اغېزمن کړي.
خیبرپښتونخوا د پاکستان له مهمو ایالتونو څخه دی چې له افغانستان سره پوله لري، او د دغه ایالت سیاسي بدلونونه اکثر وخت ملي انعکاس لري. تر اوسه د حکم د عملي کېدو د دقیق وخت یا د اعلی وزیر رسمي غبرګون په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
پاکستان په وروستیو کلونو کې د ناامنۍ له زیاتېدو سره د سیاسي بېثباتۍ له ستونزو سره هم مخامخ شوی. په همدې لړ کې، د دغه هېواد یو شمېر لوړپوړي چارواکي، لکه عمران خان پخوانی لومړی وزیر، له قضایي دوسیو سره مخ شوي او د بند موده یې تېره کړې ده.




