ټولنه‌یزمهم خبرونه

په غور کې د ۱۹ ښوونځیو د بیا رغونې چارې بشپړې شوې

د غور د معارف ریاست چارواکي وايي، د روان کال په ترڅ کې د ۱۹ ښوونځیو او درې دیني مدرسو د بیا رغونې چارې په دغه ولایت کې بشپړې شوې دي. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د نورو دوو ښوونځیو د ترمیم چارې هم روانې دي او تر اوسه نږدې ۴۰ سلنه پرمختګ لري.

د طالبانو د حکومت سیمه‌ییزو چارواکو په غور کې د دې اقدام هدف د ولایت په بېلابېلو سیمو کې د زده‌کړو د شرایطو ښه کول بللي دي. هغوی د دغو پروژو د لګښتونو او تمویل کوونکو ادارو په اړه جزئیات نه دي وړاندې کړي.

یو شمېر ښوونکي او زده‌کوونکي په غور کې د ښوونځیو له بیا رغونې هرکلی کوي او وايي، له دې پروژو سره به په ځینو سیمو کې د زده‌کړو لپاره ښه زمینه برابره شي. د دوی په وینا، د تېرې څو کلونو په اوږدو کې د معیاري ودانیو نشتوالی د زده‌کړو په برخه کې له مهمو ستونزو یو و.

خو د پوهنې کارپوهان ټینګار کوي چې د ودانیو بیا رغونه یوازې د تعلیمي نظام یوه برخه ده، او تر هغې چې پر لوړو زده‌کړو د نجونو بندیز پر ځای وي، اساسي ستونزې به لا هم دوام ولري. هغوی له طالبانو غواړي چې د هېواد په ټولو سیمو کې د ټولو زده‌کوونکو، په ځانګړې توګه د نجونو، د زده‌کړې حق ته عملي پاملرنه وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button