د اسراییلو په بریدونو کې د غزې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۲ زرو ته رسېدلی

د غزې په نوار کې د فلسطین د روغتيا وزارت اعلان کړی چې د اسراییلي پوځ د دوامدارو بریدونو له امله د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهيسې تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر ۷۲ زره او ۷۰ ته رسېدلی او ۱۷۱ زره او ۷۳۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي چې يوازې د تېرو څو ساعتونو په ترڅ کې د يو تن مړی روغتون ته لېږدول شوی او ۱۰ تنه نور د وروستيو بریدونو له امله ټپیان دي. د راپور له مخې، لا هم زرګونه کسان د غزې نوار په بېلابېلو سيمو کې ورکې دي او يو شمېر يې لا د ودانيو تر نړېدلو لاندې دي.
د فلسطین د روغتيا وزارت زياته کړه چې له ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له يوولسمې، د اوربند له رامنځته کېدو څخه تر اوسه، ۶۱۲ تنه وژل شوي او ۱۶۴۰ تنه نور ټپيان شوي دي. همدارنګه، په دغه موده کې د ۷۲۶ وژل شويو کسانو مړي له نړېدلو ودانيو را ايستل شوي دي.
د غزې نوار چې د نړۍ له تر ټولو ګڼه مېشته سيمو څخه ګڼل کېږي، له يو کال زيات وخت راهيسې د سختو جګړو شاهد دی او د دې سيمې روغتيايي او خدماتي زېربناوې يې سختې زيانمنې شوي دي.




