مهم خبرونهنړیوال

په خيبرپښتونخوا کې د ځانمرګي بريد له امله دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي

د پاکستان پوځ ويلي، په خيبرپښتونخوا ایالت کې د يوه ځانمرګي بريد له امله د دغه هېواد دوه سرتېري، چې يو يې د سرهنګ په رتبه و، وژل شوي دي. دا پېښه د وسله والو پر ضد د پوځي عملياتو په ترڅ کې د بنو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د پوځ د خبرپاڼې له مخې، د امنيتي ځواکونو يوه ډله د عملياتو پر مهال د ځانمرګي بريد هدف ګرځېدلې ده. د برید په پايله کې دوه تنه سرتېري وژل شوي، چې يو تن يې د سرهنګ رتبه لرله.

له دې پېښې وروسته د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته رامنځته شوې ده. پوځ ويلي، د ډزو په تبادله کې پنځه وسله وال هم وژل شوي دي.

خيبرپښتونخوا ایالت د پاکستان په جنوبي برخه کې د دغه هېواد له ناامنو سيمو شمېرل کېږي، چې په وروستيو کلونو کې د امنيتي ځواکونو پر ضد د بېلابېلو بريدونو شاهد پاتې شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button