سياستمهم خبرونه

طالبان د تورخم په لار کې د پاکستاني باروړونکو موټرونو تګ راتګ محدود کړی

د تورخم سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د طالبانو د ادارې د نوي پرېکړې له مخې، هغه د پاکستان باروړونکي موټر چې د افغان کډوالو سامان لېږدوي، نور اجازه نه لري له عمري کمپ نه هاخوا ولاړ شي. دغه پرېکړه سمدستي په تورخم بندر کې پلې شوې ده.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د دې اقدام موخه د توکو د قاچاق مخنیوی او د افغان باروړونکو موټرچلونکو لپاره د کار زمینه برابول بلل شوې ده. هغوی ټینګار کړی چې له دې وروسته به د توکو لېږد د پاکستاني موټرو څخه افغان موټرو ته په همدې سیمه کې ترسره کېږي.

په عین حال کې راپور ورکړل شوی چې د توکو د انتقال لپاره له یوه موټره بل ته، شاوخوا زره کسان د طالبانو له‌خوا ګومارل شوي دي. سره له دې، یو شمېر موټرچلونکو او راستنو شویو کورنیو اندېښنه ښودلې چې دا پروسه ښايي د توکو په لېږد کې د ځنډ او د لګښتونو په زیاتوالي تمامه شي.

د تورخم بندر د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو پولو څخه ګڼل کېږي، او د اموالو د لېږد او د باروړونکو موټرو د تګ راتګ هر ډول بدلون په مستقیم ډول د راستنو شویو کډوالو او په دې لاره د سوداګریزو فعالیتونو پر وضعیت اغېزه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button